د هند تر واک لاندې کشمیر په ادهمپور ولسوالۍ کې د مسافرو یو بس ژورې کندې ته لوېدلی چې له امله یې لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه او ۳۶ نور ټپیان شوي دي.
د هندوستان ټایمز د راپور له مخې، پېښه د یادې ولسوالۍ «کانوټې» کلي ته نږدې په یوه غرنیزه سیمه کې رامنځته شوې.
سیمهییزو چارواکو ویلي، چې د ژغورنې ډلې د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان د ادهمپور محلي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د جمو او کشمیر مرستیال والي، منوج سنها پېښه دردناکه بللې او اړوندو ادارو ته یې امر کړی چې قربانیانو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.


