د ۳۱۳مرکزي قول اردو خبر ورکړی، چې د سروبي درېیمې پلې لوا انجنیري ټیم د دغې ولسوالۍ اوزبین درې ته غځېدلی خامه سړک تر بیارغونې وروسته د ترافیکو پر مخ پرانیستی دی.
سرچینې زیاته کړې، دغه سړک د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له کبله په بشپړه توګه تخریب شوی و، چې له امله یې ځایي اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ شوي وو.
۳۱۳مرکزي قول اردو یاد ۶۲ کیلومتره سړک د سروبي لواء د قومندان مولوي امینالله امین په لارښوونه په تېرو دوو اونیو کې د درنو وسایطو پر مټ بیارغولی او د سیمې اوسېدونکو ته یې د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې افغان دفاعي ځواکونو تر دې وړاندې هم د سېلابونو او نورو پېښو پر مهال له خپلو امکاناتو په استفادې د هېوادوالو چوپړ کړی دی.


