نیویارک ټایمز امریکايي رسنۍ راپور ورکړی، چې له جرمني څخه د پنځه زره امريکايي سرتېرو د ایستلو په اړه د ټرمپ له پرېکړې وروسته جرمني چندان خواشیني او غبرګون نه دی ښودلی.
سرچينې ويلي، د يادې پرېکړې په اړه د جرمني مشرانو، امنیتي شنونکو، نورو چارواکو او په ټول جرمني کې عامو وګړو ډېره لږ اندېښنه ښودلې ده.
ډونالډ ټرمپ د ايران پر وړاندې جګړه او د هرمز تنګي خلاصون کې د اروپا په تېره د جرمني د نه ګډون په غبرګون له دغه هېواده د پنځه زره امريکايي سرتېرو د ایستلو پرېکړه کړې.


