واشنګټن ای پي راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، روسیه او اوکراین د خپلې څلور نیم کلنې جګړې په لړ کې تازه د انرژۍ په تاسيساتو بريد نه کولو او په دې اړه د اوربند هوکړې ته رسېدلي دي.
ډونالډ ټرمپ، د دې اوربند په اړه هیڅ ډول جزئیات نه دي وړاندې کړي.
په ورته مهال، کېیف د ټرمپ له څرګندونو وروسته د مسکو لخوا د انرژۍ پر تاسیساتو د نویو بریدونو راپور ورکړ.
د ټرمپ په دغه لنډ ټولنیز پاڼې (سوشل میډیا) پوسټ کې یوازې دومره لیکل شوي وو چې دا اوربند سمدستي نافذ دی او زیاته کړې یې ده: «دا مه ماتوئ!».
ياده دې وي، چې تر دې وړاندې ډونالډ ټرمپ له پوتین سره تر ټيليفوني اړيکې وروسته خبر ورکړی و، چې روسيه د تېلو نړيوال بازار ته ډيزل وړاندې کوي او په ياده برخه کې یې پر روسيه د بنديزونو کمولو هوکړه هم کړې وه.
زيلينسکي ياده هوکړه په کلکه غندلې او د جګړې د دوام په مانا بللې وه.


