د افغان حکومت وياند مولوي ذبیح الله مجاهد، د پاکستاني رژيم د چارواکو وروستۍ څرګندونې چې ګواکې د بنو پولیسو پر مرکز برید افغانستان کې پلان شوی، بې اساسه ګڼلي او په کلکه رد کړي دي.
د ښاغلي مجاهد په خبره افغان حکومت د ستونزو حل د تورونو، ګواښونو او احساساتي دریځونو پر ځای د تفاهم، متقابل احترام او واقعي همکاریو له لارې ممکن ګڼي.
نوموړي ويلي، يو ځل بیا خپل درېځ روښانوي چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي او نه به چا ته د داسې تحرکاتو اجازه ورکړل شي چې د سیمې امنیت او ثبات زیانمن کړي.


