د عامې روغتیا وزارت وایي، د دغه وزارت له لوري کابل کې پیل شوی، د ابوعلي سینا څلور ورځنی ملي او نړۍوال نندارتون پایته ورسېد.
د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي د یاد نندراتون پای غونډه کې پر ملي او نړۍوالو پانګوالو غږ کړی، چې افغانستان کې د درملو په سکتور پانګونه وکړي.
ښاغلي جلالي دغه راز د درملو صنعت پر ودې، د داخلي تولیداتو پر ملاتړ او د درملو کیفیت ته په ځانګړې پاملرنه ټینګار کړی دی.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه نندارتون کې د درملو تولیدي فابریکو او یو شمېر خصوصي روغتونونو ترمنځ د همکاریو هوکړهلیکونه هم لاسلیک شوي دي.


