د افغان حکومت ویاند، مولوي ذبیحالله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د کندوز ښار په څلورمه او اتمه ناحیو کې د سېلابونو له امله په خپلو کورونو کې بند پاتې ګڼ شمېر کسان امنیتي ځواکونو په خوندي ډول ژغورلي دي.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې، چې د کندوز امنیه قوماندانۍ، ښاروالۍ او استخباراتي مسئولینو په مستقیم ډول د ژغورنې په عملیاتو کې برخه اخیستې ده.


