د ایران فارس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د مذاکراتو وروستی مهم اختلاف د ایران د کنګل شویو شتمنیو د خلاصون پر څرنګوالي دي.
سرچینې د ایران د مذاکراتي ټیم د یوه غړي له قوله زیاته کړې: «تهران واشنګټن ته ویلي، چې ایران به تر هغو له امریکا سره هوکړه لاسلیک نهکړي، څو چې یې کنګل شوې شتمنۍ ازادې نهشي.»
د راپور له مخې، د دې ستونزې د حل لپاره د قطر په منځګړیتوب مذاکرات روان دي او په دې برخه کې څه نا څه پرمختګ شوی دی.


