په افغانستان کې د خاتم النبیین پوهنتون د فعالیت ځنډول او د جواز لغوه کول د هېواد په تحصيلي ډګر کې یو له مهمو پرېکړو څخه ده. د لوړو زده کړو وزارت د دغه تصمیم تر شا بېلابېل شرعي، کلتوري او اصولي لاملونه شته. دا پرېکړه د لایحو، قوانینو او د شریعت د اصولو پر بنسټ شوې ده، ترڅو علمي چاپېریال له فکري تحریف او له قانوني سرغړونو پاک وي.
د ياد پوهنتون د فعالیتونو د بندېدو لومړی او مهم لامل اصيلو ژبنیو اصطلاحاتو ته نه پاملرنه او د پردیو کلمو ترویج دی. د لوړو زده کړو وزارت په خپله پالیسۍ کې روښانه ويلي، چې ټول تحصیلي مرکزونه مکلف دي، چې د هېواد د ملي او رسمي ژبو پام وساتي او د پرديو اصطلاحاتو له کارولو ډډه وکړي. دغه موضوع د اسلامي امارت د مشرتابه د يو فرمان له مخې هم ابلاغ شوې ده، چې د پرديو اصطلاحاتو د مخنیوي امر پکې شوی دی. خو ياد پوهنتون په ډېر څرګند ډول د دانشګاه او ورته نورو پردیو اصطلاحاتو له کارولو لاس نه اخيست.
دویم ستر لامل د دیني شعایرو او اسلامي مقدساتو د رعایت په برخه کې بې پامي او څرګند توهین دی. شریعت او حنفي فقه د لوړو زده کړو په اوسني نظم کې اساسي بنسټونه دي. د موندنو پر بنسټ، هغه کتابونه، څېړنیزې مقالې او منوګرافونه چې د دیني ارزښتونو تحریف پکې وي، یا له اسلامي احکامو سرغړونه په کې شوې وي، له شرعي اړخه ستر جرم ګڼل کېږي. د وزارت د اصولو له مخې هم باید ټول علمي اثار له شرعي اصولو او اخلاقي معیارونو سره برابر وي.
د مقدساتو د تحریف دقیقې بېلګې د خاتم النبیین پوهنتون په بېلابېلو چاپي چپټرونو او درسي موادو کې شتون درلود. د موندنو پر بنسټ، د بشریت د نجات بښونکي او ستر پیغمبر رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د مبارک نوم یادونه په داسې بڼه شوې وه، چې له ستر شان سره یې لایق او سم نه وو، په داسې حال کې چې د شیعه مذهب د ځینو مخکښانو او شخصيتونو لپاره بیا تعظيمي لقبونه کارول شوي وو. دا کار د دیني مقدساتو پر وړاندې يو نه بښونکی سپکاوی او ثبات ته زیان رسول دي.
پر پورته ذکر شویو ټکو سربېره، د یوه ځانګړي فکري جریان او مذهبي جهت لپاره له علمي چاپیریال څخه ناوړه ګټه اخیستنه هم د پوهنتون د تړل کېدو علت دی. د اصولو له مخې، ټول پوهنتونونه باید د اصولي زده کړو مرکزونه وي، نه د ځينو خاصو سياسي، مذهبي يا فکري جریانونو د تبليغ او ترویج مرکزونه. په موندنو کې دا هم وه، چې محصلین په مونوګرافونو او نورو مقالو کې د ټولو اصولو په خلاف، د ځينو پرديو افکارو، انحرافي مذهب او سیاسي جریانونو لور ته سوق کېدل.
د خاتم النبیین پوهنتون د جواز په لغوه کولو افغان حکومت وښوده چې غواړي ټول تحصیلي بنسټونه د متحد شرعي قانون، اصولو او ټولو ارزښتونو په چوکاټ کې فعال وي او ټولنې ته اصولي او قانونمند تحصیلي خدمتونه وړاندې کړي، خو څوک چې دا کرښې ماتوي، مخنیوي به یې کېږي. دا ګام کاملاً د ستايلو وړ دی، ځکه له یوې خوا د ژبني او فکري استقلال ساتلو په نیت اخیستل شوی او له بلې خوا په تحصیلي برخه کې د اصولو او لوړ کیفیت لرونکو، بې طرفه علمي معیارونو د تحکیم لپاره يوه روښانه لاره ده.


