رویټرز راپور ورکړی، چې د روسیې له لوري پر اوکراین توغول شوې ډرون الوتکه د رومانیا په ختیځ ګالاتي ښار کې پر یوې مسکوني ودانۍ لګېدلې ده.
رومانیایي چارواکو ویلي، د پېښې له امله یادې ودانۍ کې اورلګېدنه رامنځته شوې چې له امله یې دوه کسان ټپیان شوي دي.
رومانیا د اروپایي ټولنې او ناټو سازمان غړی هېواد دی.
د اروپایي کمېسیون مشرې ویلي، روسیې له دې برید سره سره کرښه ماته کړه او د ناټو سازمان ویاند بیا دا پېښه غندلې ده.
له بل لوري د روسیې حکومت په دې تړاو څه نهدي ویلي.


