الجزیرې راپور ورکړی، چې د اسرائیلي رژيم ځواکونو د یکشنبې په ورځ د لبنان په سویل کې تر ۳۶ زیات بریدونه ترسره کړي دي.
سرچينې ويلي، د دې بريدونو په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او ۳۵ نور یې ټپیان کړي دي.
دغه بریدونه په څو بېلابېلو ښارګوټو او سیمو کې ترسره شوي دي، چې پکې عامه ودانۍ او روغتونونه هم په نښه شوي دي.


