اکسیوس راپور ورکړی، چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسرائیل لومړي وزير بنيامين نتنیاهو ترمنځ وروستۍ ټيليفوني اړيکه په توند لهجه او بدو الفاظو ترسره شوې.
د سرچينې په خبره ټرمپ نتنیاهو ته ويلي «ته لیونی شوی یې؛ څه کارونه کوې؟ که زه نه وم، اوس به په زندان کې وې، زه دې ژغورم.»
اکسيوس ليکلي، چې ډونالډ ټرمپ نتنياهو ته سخت الفاظ کارولي او زیاته کړې یې ده، «اوس هر څوک له تا څخه کرکه لري؛ د دې پېښو له امله ټول له اسرائیلو څخه په تنګ راغلي دي.»
ياده دې وي، چې تر دې وړاندې هم د امريکا حکومت لوړپوړو چارواکو د نتنياهو په اړه منفي نظرونه ورکړي و او هغه یې د امريکا د ګټو پر وړاندې خنډ بللی و.


