د شمالي کوریا دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد ولسمشر کېم جونګ اون د «کانګ کون» په نوم د نوې جنګي بېړۍ د ازموینې څارنه کړې او د خپل پوځ د جنګي وړتیاوو او اټومي ځواک پر پیاوړتیا یې ټینګار کړی دی.
د راپور له مخې، اون ویلي د یوه ځواکمن سمندري ځواک جوړول چې د اټومي جګړې د مخنیوي په ماموریت کې اغېزناک رول ولوبوي د شمالي کوریا د دفاعي پرمختیايي پروګرام له مهمو اهدافو څخه دی.
نوموړي دغه راز د شمالي کوریا د نویو جنګي بېړیو د ژر تر ژره عملیاتي کېدو او د سمندري ځواکونو د لا پیاوړتیا غوښتنه کړې ده.


