د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، پر خپل هېواد د وروستیو بریدونو په غبرګون امریکا ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې «که امریکا غواړي خوندي پاتې شي، باید سیمه پرېږدي.»
نوموړي پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي چې امریکا، سره له دې چې د جګړې په ډګر کې له ماتې سره مخ شوې، بیا هم د ایران اراده ازمايي.
عراقچي ټینګار کړی چې د ایران وسلهوال ځواکونه به هېڅ برید او یا ګواښ بېځوابه پرې نه ږدي.
ياده دې وي، چې ايران دا مهال خليج هېوادونو کې پر امريکايي اهدافو خپل بريدونه روان ساتلي دي.


