د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست په پروان، کاپیسا، پنجشیر، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، میدانوردګ، سمنګان، بغلان، تخار، ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو کې د تېز باران، د تالندې او برېښنا پېښېدو او د سېلابونو د راتلو احتمال شتون لري.
سرچینې زیاته کړې، په یادو ولایتونو کې د باران ورېدو اندازه له ۱۰ څخه تر ۳۰ میليمتره پورې اټکل شوې.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، پر دې سربېره د هېواد په مرکزي، ختیځو، سوېل ختیځو، سوېلي، لوېدیځو او شمالي ولایتونو کې د تېزو بادونو پېښېدو وړاندوینه هم شوې ده.
په ورته مهال د پېښو پر وړاندې د مبارزې او اماده ګۍ ادارې د یادو ولایتونو له اوسېدونکو څخه غوښتنه کېږي چې د سیندونو غاړو او هغو سیمو ته چې د سیلاب خطر په کې شتون لري، له نږدې کېدو څخه ډډه وکړي.


