د ناروې سره صلیب مشر، افتخار علي د افغاني سرې میاشتې له رئیس شیخ شهاب الدین دلاور سره لیدنه کې د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي پروګرامونو د ملاتړ او پراختیا ژمنه کړې ده.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي د دواړو ادارو د چارواکو په لیدنه کې د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا او ګډو بشرپاله همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس شیخ شهاب الدین دلاور ویلي، اوس مهال نږدې ۱۵۰۰ رواني ناروغان د دې ټولنې په مرکزونو کې تر درملنې لاندې دي.
ښاغلي دلاور د ناروې سره صلیب مرستې اغېزناکې بللي او د زړه ناروغانو او نورو روغتیايي خدماتو د پراخولو لپاره یې د دوامداره ملاتړ غوښتنه کړې ده.
بل لوري ته د ناروې سره صلیب رئیس ویلي چې دوی به افغاني سرې میاشتې ټولنې د روغتیايي پروګرامونو ملاتړ ته دوام ورکړي او هڅه به وکړي، څو د سوري زړه ناروغانو د درملنې په برخو کې خپلې همکارۍ نورې هم پراخې کړي.


