د خوست امنیې قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په خوست ښار کې دوه کسان د جعلي امریکايي ډالرو د پېر او پلور په تړاو نیولي دي.
د امنیې قوماندانۍ په وینا، نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو او پلټنو وروسته له اړوندې دوسیې سره عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.


