په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي، هرېش پروتهنني ویلي، چې د نړۍوالې ټولنې له خوا پر افغانستان لګول شويو بندیزونو خپل اغېز له لاسه ورکړی.
نوموړي ټینګار کړی، چې دغه بندیزونه باید د دغه هېواد د وروستیو بدلونونو او اوسنیو واقعیتونو ته په کتو له سره وارزول شي.
هغه ویلي، چې نړۍواله ټولنه باید د سخت چلند پر ځای له هغو لارو واخلي چې د افغانستان د خلکو په ګټه وي.
د هند استازي وړاندې پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم وروستي بریدونه هم کلکه غندلي. هریش پروتهنني ویلي، د پوځي رژیم دغو بریدونو له ملکي مرګژوبلې پرته بله پایله نهده لرلې.


