د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ويلي، چې د افغانستان د کډوالو او بهرنیو چارو وزارتونو ګډ پلاوي په ترکیه کې د دغه هېواد د کډوالۍ ادارې له مسوولینو سره د افغان کډوالو د ستونزو د حل او د هغوی د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
پلاوي د کډوالو د ساتنې له مرکزونو د لیدنې، د افغانانو د وضعیت د ارزونې او د ګډو همکاریو د پراختیا غوښتنه کړې ده.
د ترکیې د کډوالۍ ادارې مسوولینو ویلي، هڅه کوي چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل او د هغوی د داوطلبانه ستنېدو لپاره زمینه برابره کړي.
د افغانستان پلاوي په ترکیه کې د افغان کډوالو د وضعیت د ښهوالي او د ستونزو د حل لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ او همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.


