د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وایي، د روان ۱۴۰۵ هـ.ش کال د غبرګولي میاشتې له پيله تر پايه د دغه وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۹۷ زره او ۴۸۲ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د نوموړي په وینا، دغه انتقالات د حیرتان، آقینې، هرات-خواف او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ترسره شوي.
حقشناس زیاتوي، چې د انتقالاتو یوه برخه صادرات دي چې، اندازه یې دوه زره او ۵۱۷ ټنو ته رسېږي.
د نوموړي په وینا، ټولګټو چارو وزارت هڅه کوي د اوسپنې پټلیو له لارې د توکو د لېږد رالېږد لپاره لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.


