د اسرائیلو د پوځ پخواني مشر او اوسمهال د نتنياهو ټاکنيز رقيب، ګادي آیزنکوټ د بنیامین نتانیاهو پر اقتصادي پلان نیوکې کړي او خبرداری یې ورکړی، چې له نړیوال مالي نظام څخه د اسرائیلو احتمالي انزوا د دغه هېواد اقتصاد او ملي امنیت ته ګواښ پېښوي.
آیزنکوټ پر اېکس لیکلي، چې نتانیاهو د اسرائیلو د ټولنې له کمزوري کولو او د پوځ له تضعیفولو وروسته اوس د هېواد اقتصاد هم له خطر سره مخ کوي.
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې نتانیاهو د احتمالي نړیوالو اقتصادي او بانکي بندیزونو پر وړاندې د بدیلو تادیاتي لارو، ډیجیټلي اسعارو او بلاکچېن ټکنالوژۍ په اړه د یوه پلان د جوړولو غوښتنه وکړه.
آیزنکوټ خبرداری ورکړی، چې دغه تګلاره ښايي د بهرنیو پانګونو د کمېدو، د شرکتونو د فعالیتونو بهر ته د لېږد او د کاري فرصتونو د محدودېدو لامل شي.


