د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویلي، په هلمند ولایت کې د ۷۲ میلیونه افغانیو په لګښت د درېیو روغتیايي مرکزونو د جوړولو چارې پیل شوې.
د یاد وزارت په وینا، دغه مرکزونه په نادعلي، ګرشک او سنګین ولسوالیو کې جوړیږي، چې لګښت یې د عامې روغتیا وزارت له لوري ورکول کیږي.
د عامې روغتیا وزارت ویلي، د دغو مرکزونو په بشپړېدو سره به د یادو ولسوالیو زرګونه اوسېدونکي غوره او اسانه روغتیايي چوپړتیاوو ته لاسرسی ولري.
د یادونې ده، چې د هلمند یادې ولسوالۍ په تېر پرځول شوي جمهوریت کې له روغتیایي او ښوونیزو پروژو بېبرخې وې، خو د ا.ا په راتګ سره پکې ګڼې پروژې پلې شوې او دغه لړه لا هم روانه ده.


