نيويارک ټايمز راپور ورکړی، چې امریکايي چارواکي په دې باور وو، چې ممکن اسرائیل د روان کال پسرلي کې د ایران د لوړپوړو مذاکره کوونکو د وژلو پلان درلود، په داسې حال کې چې واشنګټن له تهران سره د سولې یو موقتي تړون ته د رسیدو لپاره په حساسو خبرو اترو بوخت و.
سرچينې ويلي، د ایران د جګپوړو مشرانو وژل د جګړې له پیله د اسرائیل د ستراتیژۍ برخه وه. خو د دوو ځانګړو ایراني چارواکو، د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د پارلمان رییس باقر قالیباف، د په نښه کولو په اړه د امریکا اندېښنې د اوربند د هغو حساسو خبرو اترو پر مهال خورا زیاتې شوې چې په اپریل کې پیل شوې وې.
د ځینو چارواکو په وینا، متحده ایالاتو د دې ویرې له امله چې د اسرائیل لخوا د ترور هڅه به خبرې اترې له ماتې سره مخ کړي، تر دې بریده لاړل چې د سیمې له نورو هیوادونو یې وغوښتل ترڅو ایران ته د دې احتمال په اړه خبرداری ورکړي چې اسرائیل ممکن دا دواړه چارواکي په نښه کړي.
امریکايي چارواکو منلې ده، چې د جګړې د شدیدې مرحلې پر مهال عراقچي او قالیباف، د لوړپوړو دولتي چارواکو په توګه، د اسرائیل لپاره مشروع اهداف کیدای شول، ځکه اسرائیل د ایران حکومت د پرځولو هوډ درلود.
خو په اپریل کې د جدي خبرو اترو له پیلیدو وروسته، امریکايي چارواکي په دې باور وو، چې د ایراني مشرانو د وژلو هر ډول هڅه به خبرې اترې پای ته ورسوي او جګړه به بیا تازه کړي.


