د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې په نوبتي غونډه کې د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې د لابراتواري خدمتونو د مدیریت طرحه له هر اړخیزې ارزونې وروسته د تایید وړ بللې.
خبرپانه زیاتوي، د یادې طرحې له مخې به د هوا، اوبو، خاورې او غږ د کیفیت د معاینې لپاره یو مجهز او معیاري مرکزي لابراتوار فعال شي، چې خدمات به یې دولتي ادارو، خصوصي سکټور، نړۍوالو سازمانونو او پوهنتونونو ته هم وړاندې کېږي.
په دې غونډه کې د معیار او کیفیت ادارې د داخلي معیارونو او د افغاني غالیو د صادراتو د زیاتوالي په اړه هم بحثونه شوي.


