د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو له استازو سره په لیدنه کې د افغان کډوالو پر وضعیت، د راستنېدونکو ستونزو او د بشري مرستو د پراختیا پر اړتیا خبرې کړې دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت زیاتوي، مولوي عبدالکبیر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر برهام صالح او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر الکساندر ډي کرو سره په کتنه کې د افغان کډوالو د وضعیت او راتلونکو همکاریو په اړه بحث کړی.
خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو استازو د افغانانو د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې د راستنېدونکو د زیاتېدو او بشري اړتیاوو له امله لا ډېرو مرستو ته اړتیا شته.
برهام صالح له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو جبري ایستل د اندېښنې وړ بللي او د کډوالو د ستونزو د حل لپاره یې د ګډو ناستو پر اړتیا ټینګار کړی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې مولوي عبدالکبیر اوږدې جګړې او ستونزې د میلیونونه افغانانو د کډوالۍ لامل بللی او د مهاجرت د اصلي لاملونو د له منځه وړلو لپاره یې د هڅو غوښتنه کړې. نوموړي ټینګار کړی، چې بشري مرستې باید سیاسي نه شي او له اړمنو افغانانو سره دې د مرستو کچه لوړه شي.
د خبرپانې په خبره دواړو لورو د افغان کډوالو د ستونزو د حل او د همکاریو د پیاوړتیا په موخه د ګډو هڅو پر دوام ټینګار کړی.


