د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ملا عبدالغني برادر اخوند د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنر برهام صالح سره په لیدنه کې د افغان کډوالو پر وضعیت، راستنېدونکو کډوالو ته د بشري او پراختیايي مرستو او راتلونکو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې ملا برادر په دې لیدنه کې له ملګرو ملتونو او نړۍوالو بنسټونو مننه کړې، چې له افغان کډوالو سره یې مرستې کړي، خو ټینګار یې کړی چې مرستې دې د پراختیايي پروژو پر لور هم وغځول شي، ترڅو راستنېدونکو کډوالو او کورنیو بېځایه شویو ته د سرپناه، ښوونې، برېښنا، پاکو اوبو او کارموندنې برخو کې اسانتیاوې برابرې شي.
بلخوا برهام صالح د افغانستان د پراختیا په برخو کې د ترسره شویو هڅو د ستاینې ترڅنګ ژمنه کړې، چې د افغانستان لپاره به د نړیوالو مرستو د زیاتولو هڅې وکړي.


