د ایران د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف ویلي، هر هغه هېواد چې د ایران پر وړاندې پوځي اقدام وکړي، له قاطع او متقابل غبرګون سره به مخ شي.
هغه امریکا ته په خطاب کې ویلي، چې د زور او ګواښ سیاست نور اغېز نه لري او که پر ایران برید وشي، بریدکوونکي به هم په نښه شي.
قالیباف د هرمز تنګي په اړه هم ویلي، چې د دې مهمې سمندري لارې اداره د ایران حق دی او هېڅ بهرنی فشار یا ګواښ به د تهران په پرېکړو اغېز ونه کړي.
د نوموړي په وینا، که واشنګټن د فشارونو او تقابلي سیاستونو دوام ورکړي، نو دا به په سیمه کې د کړکېچ او تاوتریخوالي د لا پراخېدو لامل شي.


