د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د کورنیو چارو وزیر، خلیفه سراجالدین حقاني، د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ صدمردې سیمې ته سفر کړی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې سراج الدین حقاني هلته له سیمهییزو چارواکو، قومي مشرانو، سپینږیرو او ځوانانو سره کتلي او د ولس د خدمت، یووالي او ښه چلند پر اهمیت یې ټینګار کړی.
خلیفه سراجالدین حقاني په خپلو خبرو کې د میدان وردګ د خلکو د قربانیو او همکارۍ ستاینه کړې او مجاهدینو ته یې سپارښتنه کړې، چې له خلکو سره په نرمۍ، زغم او ښه اخلاقو چلند وکړي او د ولس خدمت خپل لومړیتوب وګرځوي.
دغه راز په دې غونډه کې د یادې ولسوالۍ خلکو هم د افغان حکومت له پرېکړو ملاتړ کړی دی.


