د یوه داسې حکومت د جوړېدو او تنظیم لپاره چې روښانه سیاستونه ولري او ملي ګټې په کې خوندي شي، اړینه ده چې وړ، باصلاحیته او مسلکي کسان واک ته ورسېږي، پر دې سربېره په عملي توګه د هېواد د ملي سیاسي پالیسۍ د جوړولو او تنظیم لپاره کار وکړي. دغه کسان باید د سیاسي پوهې او تخصص ترڅنګ، د ولس د خدمت ژور احساس او د خپلې ټولنې او هېواد د اړتیاوو دقیق درک یې په وجود کې په څپو وي.
هغه څه چې په تېرو کلونو او د جمهوریت د واکمنۍ پر مهال لیدل کېدل، له دې دواړو اساسي معیارونو سره په ټکر کې وو؛ ځکه د افغانستان ډېری واکمن او په اصطلاح سیاستوال نه یوازې د رښتینې سیاسي وړتیا څښتنان نه وو، بلکې د ملت د خدمت احساس او د هېواد د بنسټیزو اړتیاوو درک هم په هغوی کې نه تر سترګو کېده.
خو اوس افغانستان داسې نوي پړاو ته داخل شوی چې د سیاسي، اقتصادي او نورو بېلابېلو برخو په کچه د خپلواکۍ او آزادۍ معیارونه په کې په څرګند ډول لیدل کېږي؛ تر دې چې د حکومت مخالفین او دښمنان هم پر دې حقیقت اعتراف کوي.
باید وویل شي چې د یوه هېواد د سیاست د جوړېدو تر ټولو مهم بنسټ خپلواکي او آزادي ده، داسې چې د بهرنیو او پردیو له لاسوهنې او نفوذ څخه خوندي پاتې شي. هغه څه چې اوس د افغانستان د اوسني حکومت په هر اړخیز سیاست کې څرګند او روان دي، د همدې حقیقت څرګندونه کوي.
خو که تېر وخت ته وکتل شي، دا اصل له خپلو ټولو بڼو سره نادرکه و. په حقیقت کې د افغانستان د ملي سیاستونو اصلي لوبغاړي بهرني اشغالګر او ځواکونه وو، چې د مالي همکاریو او ځینو مشخصو او معلوم الحاله کسانو ته د ملي او ټولنیزو مقامونو په ورکولو سره یې د هېواد د ملي سیاستونو په جوړولو او پلي کولو کې د ځان لپاره د نفوذ او اغېز حق رامنځته کړی و.
د همدې شالید پر بنسټ ویلای شو چې د تېر رژیم ټول هغه سیاسي کسان چې په اجرائیوي دندو کې وو، د داسې خپلواک او آزاد سیاست د رامنځته کولو لپاره یې خپلواک او آزاد فکره صلاحیت نه درلود.
له دې سره سره، داسې برېښي چې د اوسني حکومت مخالفین او د هغوی معلوم الحال ملاتړي، له دې فرصت څخه په رسنیو کې د خپل تش او بې بنسټه سیاسي دریځ د ټینګولو لپاره ښه ګټه پورته کړې او یو ځل بیا یې اعلان کړی چې چمتو دي د افغانستان د اوسني حکومت له رسمي استازو سره د افغانستان د راتلونکي سیاسي جوړښت د څرنګوالي په اړه خبرو او مذاکراتو ته کېني.
د حیرانتیا او پوښتنې ځای دا دی چې هغه کسان، څوک چې د خپلې واکمنۍ پر مهال ونه توانېدل یو خپلواک او واحد سیاسي نظام جوړ او په ملي کچه پلی کړي، اوس څنګه ادعا کوي چې له هغو کسانو سره به مخامخ خبرې وکړي چې په عمل کې یې یو سیاسي او ټول شموله نظام نافذ کړی دی؛ داسې نظام چې په هغه کې د بهرنیانو د لاسوهنې هېڅ شک او شبهه نه شته؟
همدارنګه، تر دې وړاندې چې دغه کسان د افغانستان د راتلونکي سیاسي نظام د ارزونې په اړه د یوې غونډې د جوړېدو غوښتنه وکړي، هېڅکله یې په خپل منځ کې د همدې موضوع په تړاو کومه غونډه نه ده کړې او حتی نه دي توانېدلي چې خپل منځي یووالی او نسبي همغږي رامنځته کړي. بلکې ترمنځ یې د اختلاف، تفرقې او بېلتون نښې تر پخوا لا ډېرې څرګندې شوې دي.
له همدې امله، دې پایلې ته رسېدای شو چې د افغانستان تښتېدلي مخالفین، په بېلابېلو نومونو او عنوانونو، د خپلو یو شمېر ملاتړو په مټ، هېڅکله نه شي کولای خپل منځي یووالي او انسجام ته ورسېږي او د یوې داسې موضوع په اړه خبرو او مذاکراتو ته د ننه شي، چې نه یې صلاحیت لري او نه یې په تېر کې تر عهده وتلای شوای، وروسته بیا د افغانستان د اوسني حکومت له رسمي استازو سره د یوې غونډې د ترسره کولو لپاره له روښانه او څرګندې پایلې سره چمتو شي.
د افغانستان د راتلونکي سیاسي نظام په اړه دا ډول ادعاوې او د خبرو لپاره د مخکینیو شرطونو اېښودل، په حقیقت کې د عامه افکارو د پام را اړولو، د خلکو په نظر کې د خپل دروغجن سیاسي دریځ د ټینګولو او د خپلې سیاسي څېرې د هیرېدو د مخنیوي هڅه ده.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


