د افغان حکومت ویاند، مولوي ذبیح الله مجاهد پر خپله ایکسپاڼه، د قطر د پخواني امیر، شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني، د مړینې له امله د قطر حکومت، د هغه له کورنۍ او د دغه هیواد له ولس سره د خواخوږۍ او ډاډګیرنې پیغام خپور کړی دی.
افغان حکومت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني د مړینې خبر یې په خواشینۍ ترلاسه کړی او د هغه د مړینې له امله د قطر حکومت، د آل ثاني کورنۍ او ټول قطري ولس ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي.
د اعلامیې له مخې، افغان حکومت مرحوم ته د الله تعالی له درباره د جنت الفردوس او د هغه کورنۍ او خپلوانو ته د صبر جمیل او اجر جزیل غوښتنه کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني نن سهار د ۷۴ کلونو په عمر ساه ورکړه.


