د نړيوالو رسنيو د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په سهار اعلان کړی، چې له سعودي عربستان سره یې د ۲ میلیارده امریکایي ډالرو په ارزښت د دقیقو هدفي توغندیزو سیسټمونو د پلور معامله تصویب کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي «دا وړاندیز شوی پلور به د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ او ملي امنیت له موخو سره مرسته وکړي، ځکه چې له ناټو څخه بهر د امريکا یو مهم متحد به نور هم پیاوړی کړي؛ هغه متحد چې د خليج په سیاسي ثبات او اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لري.»
ياده دې وي، چې تر اوسه سعودي عربستان د يادې معاملې د ترسره کېدو اړوند څه نه دي ويلي.


