ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې د میانمار د ساحل ترڅنګ د بنګال په خلیج کې د دوو کښتیو د ډوبېدو له امله تر ۵۰۰ ډېرو کسانو ژوند بایللی، چې ډېری یې د روهینګیا کډوال وو.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ویلي، دواړه کښتۍ د جون په وروستیو کې د میانمار له راخین ایالت څخه روانې شوې وې. یوې کښتۍ کې شاوخوا ۲۶۷ او بلې کې نږدې ۲۴۷ کسان سپاره وو او تر اوسه د ژوندي پاتې شویو په اړه هېڅ معلومات نه دي ترلاسه شوي.
د ملګرو ملتونو په وینا، دا پېښه د روهینګیا کډوالو لپاره د سمندري سفرونو له تر ټولو خونړیو پېښو څخه ګڼل کېږي او د ژغورنې او بشري مرستو د پراخېدو غوښتنه یې کړې ده.


