د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان، ایران او تاجکستان ترمنځ د ځمکني ټرانسپورټ د درېاړخیز دهلېز د جوړېدو هوکړه شوې ده.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د ځمکني ټرانسپورټ قوانینو او معاهداتو رئیس، یارمحمد رمضان د یوه پلاوي په مشرۍ د ایران په مشهد ښار کې د درې واړو هېوادونو په ګډه غونډه کې ګډون کړی او په دې غونډه کې د ټرانزیټي همکاریو د پراختیا، د ټرانسپورټي اړیکو د پیاوړتیا او د ځمکني ټرانسپورټ اړوند نورو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.
د هوکړې له مخې، د افغانستان، ایران او تاجکستان ترمنځ به درېاړخیز ځمکنی ټرانسپورټي دهلېز رامنځته شي، چې له لارې به یې د ایران او تاجکستان سوداګریز توکي د افغانستان له لارې نورو هېوادونو ته ټرانزیټ او لېږدول کېږي.


