د رياست الوزراء اقتصادي معاونيت خبر ورکړی، چې د پانګونې بینالوزارتي کمېټې په خپله دورهيي غونډه کې د هېواد په شپږو ولایتونو کې د لمریزې برېښنا د تولید طرحه څېړلې او د برېښنا شرکت ته یې یوه میاشت وخت ورکړی، څو دغه طرحه په هر اړخیز ډول وارزوي او خپل راپور یادې کمېټې ته وړاندې کړي.
د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې د مزارشریف د نایبآباد سبسټېشن د پراختیا طرحه او همدارنګه د یوه لوژستیکي مرکز د جوړولو موضوع هم وڅېړل شوه.
له بحث وروسته پرېکړه شوې، چې اړوند بنسټونه دې دغه طرحې په مقایسوي ډول وارزوي او پایله دې د پانګونې بینالوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.


