د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې د اوسپنې پټلۍ مرستیال مولوي محمداسحاق صاحبزاده، د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دغه هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رییس سره یې کتلي دي.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لورو د رېلپټلۍ د همکاریو پر پراختیا، د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر زیاتوالي او د سیمهییز اتصال پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.


