د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې پرېکړې په غبرګون کې ویلي، چې د یوه هېواد د شتمنیو ضبطول او د راتلونکو نامرتبطو ادعاوو د جبران لپاره یې کارول، یو «خطرناک او پاروونکی نړیوال دود» رامنځته کوي.
عراقچي ویلي، هغه هېوادونه او کسان چې د نورو هېوادونو د شتمنیو له ضبط یا کارولو ملاتړ کوي، باید پوه شي چې که دا کړنه عادي شي، نو د هېڅ هېواد شتمنۍ به خوندي پاتې نه شي.
نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، له دې وروسته به د کښتیو، بار وړونکو بېړیو او سوداګریزو توکو هر ډول زیان د امریکا تر کنټرول لاندې د ایران له کنګل شویو شتمنیو څخه جبرانېږي.
ټرمپ دغه اقدام «عادلانه او منصفانه» بللی او ویلي یې دي چې راتلونکي زیانونه به د ایران له شتمنیو څخه ورکړل شي.


