د حماس غورځنګ پوځي څانګې “کتائب القسام” ویاند ابو عبیده په خپل تازه پيغام کې له فلسطیني ولس او امنیتي ځواکونو غوښتي چې د خپلو ځمکو او مقدساتو دفاع وکړي او د اسرائيلي پوځ او بلواګرو ډلو پر وړاندې مقابلې ته دوام ورکړي.
نوموړي همداراز خبرداری ورکړی، چې پر اقصی جومات پرلپسې بریدونه، د کورونو ورانول، د ځمکو غصب او پر غزې هوایي بریدونه به د جګړې لا پراختيا لامل شي.


