تسنیم خبري اژانس خبر ورکړی، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره په لیدنه کې ویلي، د هرمز تنګي اوسنۍ ناامني د امریکا د ژمنو ماتولو او ایران پر وړاندې د بریدونو مستقیمه پایله ده.
هغه ټینګار کړی، چې ایران د خپلو ملي ګټو او امنیت د دفاع لپاره کلک هوډ لري او اجازه به ورنه کړي، چې امریکا له هرمز تنګي څخه د ایران د امنیت پر ضد ناوړه استفاده وکړي.
په ورته وخت کې، لاوروف د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییلو بریدونه غندلي او د سیمې د هېوادونو پر بنسټ د امنیتي همکارۍ د پیاوړتیا ملاتړ یې کړی.


