عدلیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې په کابل ښار کې د «کستومایز او رستم حیدري ښارګوټي» په نوم د څه باندې ۲۵ جریبه ځمکې امارتي ملکیت تثبیت کړی او د استرداد کمېسیون ته یې د سپارلو حکم کړی دی.
د عدلیې وزارت د خبرپاڼې له مخې، یاده ځمکه د کابل ښار په څلورمه او اوولسمه ناحیو کې موقعیت لري. د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون تر ارزونې وروسته یې د قانون له مخې دوسیه اختصاصي محکمې ته سپارل شوې وه.
د خبرپاڼې له مخې، محکمې د متصرفینو اسناد، املاکي ثبتونه او د اړوندو ادارو معلوماتو له هر اړخیزې ارزونې وروسته وموندله، چې یاده ځمکه پخوا استملاک شوې او د کابل ښاروالۍ په رسمي اسنادو کې د دولت په نوم ثبت ده. له همدې امله، محکمې پرېکړه کړې چې ټوله یاده ځمکه امارتي ملکیت دی او باید د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته وسپارل شي.


