د سوریې دولتي خبري اژانس (SANA) راپور ورکړی، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د سوریې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې په خپل لومړي رسمي سفر دمشق ته رسېدلی، څو د دغه هېواد د سیاسي لېږد له بهیر څخه د ملګرو ملتونو ملاتړ بیا تازه کړي.
د راپور له مخې، د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني د دمشق په نړیوال هوايي ډګر کې د ګوتریش او ورسره مل پلاوي هرکلی کړی دی.
ویل کېږي، دا د سوریې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي لومړنی سفر دی. ټاکل شوې چې ګوتریش د خپل درې ورځني سفر پر مهال د سوریې د سیاسي لېږد له روان بهیر څخه د ملګرو ملتونو ملاتړ یو ځل بیا اعلان کړي.


