له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال، جمشېد خواجهیف، د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته په رسمي سفر راغلی، چې د ریاستالوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس، ډاکټر ملا عبدالواسع له لوري یې هرکلی شوی دی.
ټاکل شوې ده، نوموړی به د افغان حکومت له لوړپوړو چارواکو سره د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، پانګونې او ټرانزیټي همکاریو د پراختیا او د دوهاړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا په اړه خبرې وکړي.


