د افغانستان برښنا شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي، چې د افغانستان برښنا شرکت او د ازبکستان د برښنا ملي شرکت چارواکو د یوې رسمي ناستې په ترڅ کې د برښنا د ګډو پروژو د پرمختګ، د انرژۍ د همکاریو د پراختیا او د افغان تخنیکي کدرونو د ونډې پر زیاتوالي خبرې کړې دي.
د افغانستان برښنا شرکت عمومي رئیس، ملا عبدالحق همکار، ازبکستان ته د خپل رسمي سفر پر مهال د دغه هېواد د برښنا ملي شرکت له مسوولینو سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د انرژۍ په برخه کې پر روانو همکاریو خبرې کړې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د افغانستان برښنا شرکت رئیس د سرخان–پلخمري د برښنا لېږد پروژه د دواړو هېوادونو د متقابل باور نښه بللې او د برښنا سکټور د لا پراخو همکاریو غوښتنه یې کړې ده.
ازبکستاني چارواکو په دې ناسته کې د سرخان–پلخمري ۲۲۰ کیلوولټ برښنا لېږد پروژې، د ارغندې سبسټېشن او د جلالاباد د برښنا لېږد لین د پرمختګونو په اړه معلومات ورکړي او ډاډ یې ورکړی، چې یادې پروژې به پر ټاکلي وخت او د تخنیکي معیارونو له مخې بشپړې شي.
خبرپانه کې همدارنګه دا هم راغلي، چې هغوی ویلي، چې د دغو پروژو په پلي کېدو کې به افغان شرکتونو او تخنیکي کدرونو ته هم د کار او همکارۍ زمینه برابره شي.


