د جمهوريت پر مهال د ملي امنيت شورا مشاور، وحيد جرأت په خپلو تازه څرګندونو کې د تش په نوم مقاومت په ګډون د مخالفو جبهو پر تګلارو سختې نیوکې کړي او په خبره یې یوه جبهه هغه وخت معنا پیدا کوي، چې په عمل سره ميدان ته ښکته شي، نه دا چې یواځې خبرې وکړي.
د نوموړي په وينا که په خيال سره جبهې پر مخ وړل کېدای؛ نو په دې ډول هر څوک کولای شي د کور له کونجه او د مایکروفون تر شا د یوې جبهې د لرلو دعوه وکړي.
هغه ټينګار کړی، چې د افغانستان خلک نور له هغو ژمنو ستړي شوي چې هېڅکله عملي شوې نه دي او په خبره یې هېڅکله بايد له ځوانانو څخه د نورو موخو لپاره ناوړه ګټه پورته نه شي.


