عدلیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د شمال زون د امارتي غصب شویو ځمکو اختصاصي محکمې، په مزارشریف کې د «مایار مېنې ښارګوټي» په نوم شاوخوا ۳۰۰ جریبه ځمکه د اسنادو او مدارکو له ارزونې وروسته امارتي ملکیت تثبیت کړې ده.
یاده ځمکه د مزارشریف ښار د نهمې ناحیې په قلعه حجري سیمه کې موقعیت لري.
د محکمې د پرېکړې له مخې، متصرفین مکلف دي، چې یاده ځمکه د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته وسپاري.
د مسوولینو په وینا، په ټول هېواد کې د امارتي غصب شویو ځمکو د تثبیت او استرداد بهیر دوام لري.


