د معیار او کیفیت ادارې په یوه خبرپاڼه ویلي، چې اسلامکلا بندر کې شاوخوا ۷۰ ټنه ودانیز او نساجي توکي یې د کیفیت له معیارونو سره د نه مطابقت له امله بېرته صادرونکي هېواد ته ګرځولي دي.
د یادې ادارې په وینا، په دغو محمولو کې ۴۰ زره او ۸۲۰ کیلوګرامه ګاډر او ۲۸ زره او ۹۲۰ کیلوګرامه غالۍ شاملې وې، چې د کیفیت له ارزونې وروسته یې ټاکل شوي ملي معیارونه نه وو پوره کړي.
اداره وايي، د بېکیفیته توکو د هېواد بازارونو ته د ننوتلو د مخنیوي او د مصرفوونکو د خوندیتوب په موخه د توکو د کیفیت کنټرول بهیر ته دوام ورکوي.


