د وسلهوال پوځ لوی درستیز، قاري فصیحالدین فطرت، د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۷ مې کليزې مراسمو ته ويلي ، هغه کسان چې له هېواده بهر د اسلامي نظام پر وړاندې دسیسې جوړوي، د نظام د کمزوري کولو توان نه لري.
نوموړي له بهر مېشتو مخالفو کسانو غوښتي، چې د افغان حکومت پر وړاندې له فعالیتونو او دسیسو لاس واخلي او هېواد ته راستانه شي. هغه زیاته کړې چې د دغو کسانو لپاره د عفوې پراخه لاره پرانیستې ده.
ښاغلي فطرت ټینګار کړی، چې د نظام پر وړاندې هر ډول تېروتنې او اقدامات به له پرېکنده غبرګون سره مخ شي.
نوموړي همداراز له خلکو غوښتي چې د خپل ملت ترڅنګ په خپلواکۍ او عزت ژوند وکړي.


