د غزې د ټولنیزې پراختیا وزارت مرستیال ریاض البیطَر وايي، په غزه کې د اسرائیلو د جګړې له امله له ۷۵ زرو ډېر ماشومان یتیمان شوي او یا یې یو یا دواړه والدین له لاسه ورکړي دي.
په همدې حال کې د غزې په شمال کې ښاروالیو خبرداری ورکړی چې سیمه د اوبو له شدید کمښت او د پراخې تندې له بحران سره مخ ده.
د ښاروالیو په وینا، شاوخوا ۶۰ سلنه برېښنايي جنراتورونه له کاره لوېدلي او د اوبو رسولو او فاضلابو سیستمونه یې له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.
د سونتوکو، تجهیزاتو او پرزو د داخلېدو محدودیتونو وضعیت لا پسې خراب کړی او د ناروغیو د خپرېدو وېره یې زیاته کړې ده.


