د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د کابل په «صنایع سبز» صنعتي ښارګوټي کې د «افغانستان اسلامي ثقافت د چاپ او نشر تولیدي مرکز» د بنسټ ډبره کېښوده.
دغه مرکز چې په ۱۱۰ جریبه ځمکه کې د بهیر ګروپ خصوصي شرکت له لوري جوړېږي، یاد شرکت پکې د شاوخوا ۷۵ میلیونه ډالر پانګونه کوي او ټاکل شوې د جوړېدو چارې یې په دوو کلونو کې بشپړې شي.
د بهیر ګروپ د مسوولینو په وینا، د مرکز له فعالېدو سره به افغانستان د دیني او عصري علومو د نصابونو د چاپ او نشر په برخه کې خپلې اړتیاوې په کور دننه پوره کړي او سلګونو هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره شي.


