له پېښو سره د مبارزې او آمادګۍ ادارې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست او نړیوالو معتبرو بنسټونو د وړاندوینو له مخې ویلي، چې په کاپیسا، پنجشېر، پکتیا، خوست، لوګر، بدخشان، ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو کې د سختو بارانونو، تېزو بادونو، تالندې او برېښنا او سېلابونو د رامنځته کېدو احتمال شته.
د هوا پېژندنې د وړاندوینو له مخې، په یادو ولایتونو کې د باران کچه له ۱۰ تر ۴۵ میلیمتره پورې اټکل شوې او د هېواد په مرکزي، ختیځو، سوېلختیځو او لوېدیځو سیمو کې هم د تېزو بادونو د رامنځته کېدو احتمال شته. دغه خبرداری د سنبلې له ۱۳مې تر ۱۴مې نېټې پورې اعتبار لري.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې له خلکو غوښتي، چې د سیندونو له غاړو او د سېلابخطر لرونکو سیمو څخه واټن وساتي او د احتمالي پېښو د مخنیوي لپاره د ولایتي کمېټو لارښوونې عملي کړي.


