د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دې وزارت وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د امریکا له پخواني ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره په لیدنه کې د افغانستان د اوسني وضعیت، شته فرصتونو او د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړیکو د پراختیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان د ثبات، امنیت، اقتصادي ودې او ځانبسیاینې ترڅنګ، په بېلابېلو برخو کې د همکاریو او پانګونې فرصتونه څېړل شوي او د بهرنیو چارو وزیر ویلي، افغانستان اوس د پانګونې لپاره له مناسب چاپېریال څخه برخمن دی.
خلیلزاد په افغانستان کې شته امنیت او ثبات او د بیارغونې په برخو کې شوي پرمختګونه د ستاینې وړ بللي او هیله یې څرګنده کړې، چې افغانستان د اقتصادي ودې او ځانبسیاینې په برخو کې لا ډېر پرمختګ وکړي.
نوموړي همدارنګه د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو د پراختیا او رغنده تعامل په اړه خپل نظرونه شریک کړي دي.


